په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځهورځنۍ لړۍ پیل شوه
د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځهورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په محورونو راڅرخي، د نیمروز پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې آمریت له لوري، د دې بنسټ د علمي څېړنو آمریت په همکارۍ، پیل شوه.
دغه برنامه د نیمروز پوهنتون د رهبرۍ د پلاوي او یو شمېر استادانو په حضور کې د یاد پوهنتون د مسلکي ودې په مرکز کې پیل شوه.
په پیل کې د نیمروز پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې آمر، خالد عزیزی، د برنامې د موخو، اهمیت او محتوا په اړه معلومات وړاندې کړل او د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت په لوړونه کې یې د دا ډول برنامو پر رول ټینګار وکړ.
ورپسې د نیمروز پوهنتون رئیس، مفتی صاحب بسمالله بَسام، د برنامې له وړاندې کوونکو څخه د مننې ترڅنګ، د دې روزنیزو برنامو د لړۍ له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ګډونوال یې وهڅول چې له برابر شوي فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي. نوموړي وویل: د دا ډول برنامو څخه ګټه اخیستنه هغه مهال اغېزمنه تمامېږي چې ګډونوال خپلې زده کړې په خپلو کاري چارو او علمي فعالیتونو کې په عملي توګه تطبیق کړي. نوموړي په پای کې د استادانو د علمي ظرفیت د لوړولو او په څېړنو کې د نوو میتودونو د کارونې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د دې برنامې وړاندې کوونکي د هلمند پوهنتون د علمي کادر له غړو څخه دي او دغه برنامه د دواړو بنسټونو ترمنځ د شوي تفاهملیک په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې دغه لړۍ به پنځه ورځې دوام وکړي او موخه یې د استادانو د علمي او څېړنیزو مهارتونو پیاوړتیا، د څېړنې د نوو میتودونو د کارونې او د علمي خپرونو لپاره د زمینې برابرول دي.
یکشنبه
۰۹ ربیعالأول ۱۴۴۸ هـ.ق
۰۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ اګست ۲۰۲۶ م
#د_خپرونو_او_عامه_اړیکو_عمومي_مدیریت
