په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو
د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.
په دغه سمینار کې د شیوخو کرامو له خوا د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د دیني او اسلامي موضوعاتو په اړه اړین معلومات وړاندې کېږي او بېلابېل دیني موضوعات تشریح کېږي.
د دغه سمینار د جوړېدو موخه د ګډونوالو د دیني پوهاوي لوړول، د اسلامي لارښوونو په اړه د هغوی د معلوماتو زیاتول او په پوهنتون کې د سالم دیني او علمي چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه د اړوندو موضوعاتو تشریح ده.
دوشنبه
۰۹ سنبله ۱۴۰۵ ه.ش
۱۷ ربیعالأول ۱۴۴۸ ه.ق
