در مورد پوهنځی (معرفی پوهنځی)
نیمروز پوهنتون په ۱۳۹۶ کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په جوړېدو سره د فعالیت لومړی ګام واخيست. په دې پوهنځي کې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګې شاملې وې. وروسته د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ په ۱۳۹۸ کال کې د پښتو ژبه او ادبیاتو څانګه او د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې ورزیاتې شوې. په همدې ډول په ۱۴۰۴ کال کې د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې ورزیاته شوه.
د نیمروز پوهنتون له علمي بهیر څخه (۹) کاله تېرېږي، چې ددې مودې هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د لیسانس په سویه ډیر علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.