د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.

nimu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۸
6667

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.
دغه پروګرام د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د ظرفیت لوړونې مدیریت او د کارکوونکو عمومي مدیریت له خوا جوړ شوی و، چې موخه یې د اداري کارکوونکو بلدتیا او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان له مفادو او احکامو سره د هغوی د پوهاوي لوړول وو.
په دغه سیمینار کې د یاد فرمان مفاد د نیمروز پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ فضل‌احمد شهیدزاده له خوا ګډونوالو ته تشریح شول او په هغه کې د درج شویو احکامو او لارښوونو په اړه د کارکوونکو د پوهاوي د اهمیت په تړاو معلومات وړاندې شول.
سه‌شنبه
۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ پیل شوه

د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په. . .

BACK TO NEWS