په نیمروز پوهنتون کې د اداري مراسلاتو تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو

nimu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۷
9999

د اداري کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړولو، د اجراآتو د کیفیت ښه والي او اداري چارو ته د چټکتیا ورکولو په موخه، د نیمروز پوهنتون د ظرفیت لوړونې مدیریت له لوري د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.

یاد سمینار د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوی حافظ فضل احمد شهیدزاده او د پوهنتون د ټولو اداري کارکوونکو په ګډون د کمپیوتر لب په تالار کې ترسره شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړي پوهنیال جلیل محمدی د «اداري مراسلاتو» موضوع د سلایډونو له لارې په تفصیلي ډول تشریح کړه. نوموړي د اداري مراسلاتو اصول، طریقې او د ادارو د چارو په پرمختګ کې د هغو اهمیت روښانه کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې هم قناعت‌بخښونکي ځوابونه وړاندې کړل.

د پروګرام ګډونوالو د دغسې روزنیزو سمینارونه جوړول د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت په لوړولو او د اداري اجراآتو د بهیر په ښه والي کې اغېزمن وبلل او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
یاد روزنیز سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
پنج‌شنبه
۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ. ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۴۹
Background image

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی در پوهنتون نیمروز برگزار شد

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی در پوهنتون نیمروز برگزار شد

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی برای استادان، کارمندان، محصلان پوهنتون‌های امارتی و خصوصی و هم‌چنان طلاب مدارس. . .

BACK TO NEWS