په نیمروز پوهنتون کې د «روش‌های نوین تدریس» په نوم دوه ورځنی آنلاین کورس ترسره شو

nimu_admin
Mon, Mar 09 2026 12:53 PM
1234

زرنج، ۱۹ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق/ ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له خوا د «روش‌های نوین تدریس» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی آنلاین کورس دایر شو. یاد کورس د یاد پوهنځي د الکترونیکي زده کړو کمېټې له لوري د څېړنې کمېټې په همکارۍ تنظیم او ترسره شو.

د دې روزنیز کورس موخه د استادانو د تدریسي مهارتونو لوړول، د تدریس نوې طریقې معرفي کول او د زده‌کړې او تدریس په بهیر کې د عصري میتودونو کارول وو، تر څو د تدریس کیفیت ښه او اغېزمن شي.

په یاد کورس کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو فعال ګډون وکړ او د تدریس اړوند بېلابېل موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول. د کورس تدریس او وړاندې کول د پوهنځي دوو تنو استادانو پوهنیار جلیل محمدي او پوهنیار صبغت الله رحیمي له لوري ترسره شو. نوموړو استادانو د تدريس د نويو میتودونو، محصل محوره تدریس، د ټکنالوژۍ کارونې او د اغېزمن تدریس اصولو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ریاست ژمن دی چې د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره ورته علمي او روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه تنظیم او ترسره کړي.

Latest news

Thu, Jun 11 2026 9:19 AM
Background image

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ستراتیژیک پلان د پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ستراتیژیک پلان د پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ستراتیژیک پلان د پوهاوي

. . .
Thu, Jun 11 2026 9:17 AM
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د اداري مراسلاتو تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو

د اداري کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړولو، د اجراآتو د کیفیت ښه والي او اداري چارو ته د چټکتیا ورکولو په موخه، د نیمروز پوهنتون د ظرفیت لوړونې مدیریت له لوري د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS