د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.
دغه پروګرام د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د ظرفیت لوړونې مدیریت او د کارکوونکو عمومي مدیریت له خوا جوړ شوی و، چې موخه یې د اداري کارکوونکو بلدتیا او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان له مفادو او احکامو سره د هغوی د پوهاوي لوړول وو.
په دغه سیمینار کې د یاد فرمان مفاد د نیمروز پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ فضلاحمد شهیدزاده له خوا ګډونوالو ته تشریح شول او په هغه کې د درج شویو احکامو او لارښوونو په اړه د کارکوونکو د پوهاوي د اهمیت په تړاو معلومات وړاندې شول.
سهشنبه
۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
