د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د علمي سیر سفر!

nimu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۴:۳۴
12345

د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس، یو تعداد استادانو او محصلینو د علمي سیر په موخه فراه ولایت ته سفر وکړ.

د سفر په لومړۍ ورځ د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس، استادان او محصلینو د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له رئیس او د ښوونې او روزنې پوهنځي له رئیس سره جلا جلا کتنې ترسره کړې چې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د رهبرۍ له لوري د نیمروز د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه راغلو میلمنو ته تود هرکلی وویل شو او د دوه اړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.

هیره دې نه وي چې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې او د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې  او همدا رنګه د دواړو علمی نهادونه د ښوونې او روزنې پوهنځيو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

دوشنبه ۷ ذوالقعده‌الحرام ۱۴۴۶ هـ ق/ ١۵ ثور ۱۴۰۴ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۳
Background image

د اداري فساد سره مبارزه او په اسلام کې د هغه د مخنیوي لارې چارې تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.

 

 

دغه علمي پروګرام د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړي، مولوي سعدالله مجددي، د اداري فساد د رامنځته کېدو لاملونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د نیمروز پوهنتون د برېښنا سیستم پروژه د شاوخوا ۵ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نیمروز پوهنتون د برېښنا سیستم پروژه د شاوخوا ۵ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

په دې پروژه کې د ۱۰۰۰ کیلوواټه ظرفیت لرونکی برېښنا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان پر بنسټ د عملياتي پلان د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو.

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د نیمروز پوهنتون د کرنې پوهنځي د ستراتیژیک پلان پر بنسټ د عملياتي پلان د عامه پوهاوي سیمینار، د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار امیرمحمد عرفاني له لوري د یاد پوهنځي د. . .

BACK TO NEWS