د نیمروز پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د آمریت پېژندنه

د څېړنو او علمي مجلې آمریت د نیمروز پوهنتون د علمي جوړښت له مهمو او بنسټیزو برخو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه چې علمي څېړنې ترسره کول، د پوهې تولید او د علمي مقالو او اثارو خپرول د هرې لوړې زده کړو موسسې د علمي او اکاډمیک پرمختګ او ودې اساسي شاخصونه بلل کېږي.

دا آمریت په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د نیمروز پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو او د لوړو زده کړو وزارت د موخو د پلي کېدو او د استادانو او محصلانو تر منځ د څېړنې د فرهنګ د بنسټیز کولو په موخه فعالیت کوي.

د نیمروز پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمریت هڅه کوي چې د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي، تر څو د بېلابېلو علمي برخو په ډګر کې د پوهې د تولید او خپرولو زمینه برابره شي. دغه آمریت همدارنګه د علمي څېړنو له لارې د ټولنې د ستونزو په حل او د هېواد د علمي پرمختګ په برخه کې اغېزناک رول لوبول غواړي.

لیدلوری

د هېواد د علمي او څېړنیزو مرکزونو تر منځ د نیمروز پوهنتون د علمي او څېړنیز مقام لوړول او د څېړنو او علمي مجلې آمریت د علمي څېړنو په ډګر کې په ملي او نړیواله کچه یو فعال او معتبر بنسټ ګرځول.

مأموریت (رسالت)

د نیمروز پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمریت د خپلو علمي او څېړنیزو موخو د پوره کولو لپاره لاندې مأموریتونه تعقیبوي:

۱. د څېړنیزو طرحو او فعالیتونو ملاتړ او په پوهنتون کې د علمي څېړنو کمیتي او کیفي لوړول.
۲. د علمي کادر د غړو تر منځ د څېړنیزو ټیمونو جوړول او پیاوړتیا.
۳. د علمي مقالو، کتابونو او علمي ـ څېړنیزو مجلو د تولید، ارزونې او خپرولو بهیر اسانه کول.
۴. د څېړنې د میتود، مقالې لیکلو او مونوګراف لیکلو په اړه د ورکشاپونو، سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو جوړول.
۵. د علمي کادر غړو او محصلانو د څېړنیزو وړتیاوو لوړول.
۶. له نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د علمي او څېړنیزو همکاریو رامنځته کول او پراخول.
۷. په پوهنځیو او د څېړنې په کمېټو کې د څېړنیزو فعالیتونو څارنه او ارزونه.
۸. د استادانو لپاره په ملي او نړیواله کچه په کنفرانسونو، سیمینارونو او علمي پروګرامونو کې د ګډون زمینه برابرول.
۹. د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د سرچینو او امکاناتو د جلبولو هڅه.
۱۰. د علمي کادر غړو او محصلانو د څېړنیزو فعالیتونو څارنه او ارزونه.
۱۱. د نیمروز پوهنتون د علمي ـ څېړنیزې مجلې خپرول او پراختیا.

ارزښتونه او حاکم اصول

د نیمروز پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمریت فعالیتونه د لاندې ارزښتونو او اصولو پر بنسټ ترسره کېږي:

۱. اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا.
۲. د څېړنو، مقالو او علمي اثارو کیفیت ته پاملرنه.
۳. په اکاډمیک چاپېریال کې د څېړنې د فرهنګ ترویج.
۴. د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې د فکر او بیان ازادۍ ته درناوی.
۵. د څېړنیزو اثارو په خپرولو کې د علمي امانتدارۍ او اخلاقو رعایت.
۶. د علمي کادر غړو او محصلانو تر منځ د څېړنې د فرهنګ پراختیا او بنسټیز کول.
۷. د پوهنتون دننه او بهر د علمي او څېړنیزو همکاریو پیاوړتیا.
۸. د ټولنې د ستونزو او اړتیاوو په حل کې د څېړنو له پایلو څخه ګټه اخیستل.
۹. له څېړونکو او علمي فعالیتونو څخه هر اړخیز ملاتړ.

موخې

د نیمروز پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمریت د علمي څېړنو د کچې د لوړولو لپاره خپلې موخې په لاندې ډول ټاکلې دي:

  • د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو لپاره د مناسب چاپېریال او امکاناتو برابرول.
  • د علمي کادر غړو او محصلانو تر منځ د څېړنیزو فعالیتونو پراخول.
  • د علمي اثارو د تولید او خپرولو په برخه کې د څېړونکو ملاتړ او هڅونه.
  • په ملي او نړیواله کچه د علمي او څېړنیزو همکاریو پراخول.
  • د علمي څېړنو د کیفیت او اغېزمنتیا لوړول.
  • د پوهنتون په اکاډمیک چاپېریال کې د څېړنې د فرهنګ ترویج.
  • د څېړنیزو تجربو او لاسته راوړنو د تبادلې لپاره د کنفرانسونو، سیمینارونو او علمي ناستو جوړول.
  • د څېړنې په برخه کې د علمي کادر غړو او محصلانو پیاوړتیا.