د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه
د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه
د نیمروز پوهنتون رئیس، مفتي بسمالله بسام، د خپل مل پلاوي سره یو ځای د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو د بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د نیمروز پوهنتون رئیس د ازموینو د ترسره کېدو څرنګوالی وڅېړه او د لوړو زده کړو محترم وزارت له خوا د ټاکل شویو اصولو او معیارونو پر رعایت یې ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د علمي کادر له غړو وغوښتل چې د کادري مکلفیتونو اړوند لارښوونې په دقت سره مطالعه کړي او په پلي کولو کې یې جدي هڅې وکړي.
هغه همدارنګه د تدریس او ارزونې په بهیر کې اړینو اصلاحاتو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ او دا یې د تحصیلي کیفیت په ښه والي کې اغېزمن وبلل.
د دې لیدنې په دوام کې، مفتي بسمالله بسام د بارک خصوصي پوهنتون کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او د هغه له اوسني وضعیت څخه یې خوښي څرګنده کړه.
پنجشنبه
۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
