د نیمروز پوهنتون کې د پروپوزل لیکنې سمینار ترسره شو

nimu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۵
785

زرنج، ۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د علمي کادر د غړو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د «د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره د پروپوزل د چمتو کولو او لیکلو له طریقې سره بلدتیا» تر سرلیک لاندې یو سمینار د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې له لوري ترسره شو.

دا سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر د غړو په ګډون د یاد پوهنځي په ریاست کې دایر شو.

د سمینار په پیل کې، پوهنيار رضا جویا د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې مسؤل، د څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو د اهمیت او د علمي کادر د غړو د علمي رتبې په ترفیع کې د هغې د رول په اړه معلومات وړاندې کړل او استادان یې د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ته وهڅول.

وروسته پوهنيار جلیل محمدي د یو معیاري پروپوزل د جوړښت او د لیکلو د طریقې په اړه د علمي کادر غړو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د علمي پروپوزلونو د چمتو کولو مهم او اساسي ټکي یې وڅېړل او تشریح کړل.

د سمینار په وروستۍ برخه کې، ګډون کوونکو استادانو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل چې د وړاندې کوونکو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.

#د_نشراتو_عمومي_مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د نیمروز پوهنتون د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «رهبرۍ مهارتونو» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو

د نیمروز پوهنتون د کارموندنې او کارآفرینۍ مرکز له لوري د یاد پوهنتون د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «رهبرۍ مهارتونو» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د نیمروز پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

 

نیمروز پوهنتون له بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو او بنسټونو سره د علمي همکاریو د پراختیا او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

BACK TO NEWS