په نیمروز پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار ترسره شو
زرنج، ۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار د نیمروز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال له لوري د دې تحصیلي بنسټ د رهبرۍ پلاوي، کادري او اداري کارکوونکو او محصلینو په حضور کې ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې، مولوي حافظ فضلاحمد شهیدزاده د مالي او اداري چارو مرستیال، د بیتالمال د مقام په اړه د قرآن کریم د ارشاداتو او د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ورعاه د فرامینو په استناد خبرې وکړې او په مالي چارو کې یې د امانتدارۍ، شفافیت او د حساب ورکونې د اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه همدارنګه د خپلو خبرو په دوام کې د نیمروز پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال مالي لاستهراوړنې او عمراني او ساختماني پروژې په مفصل ډول تشریح کړې او ترسره شوي فعالیتونه او پرمختګونه یې د ګډونوالو لپاره په منظم ډول وړاندې کړل.
د یاد پروګرام په دوام کې، مفتی بسمالله بسام د نیمروز پوهنتون رئیس، د مالي برخې د کړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د کارکوونکو د هڅو او زحمت ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي امارت په نظام کې د افرادو هڅې او زحمت هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي او د صادقانه خدمتونو قدرداني یو مهم اصل ګڼل کېږي.
د پروګرام په پای کې، د مالي او اداري چارو د کارکوونکو له هڅو او خدمتونو څخه مننه او ستاینه وشوه او غونډه د نیمروز پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولانا محمد صدیق بنيکمال او د محصلینو په خیر دعا سره پای ته ورسېده.
