په نیمروز پوهنتون کې د «روش‌های نوین تدریس» په نوم دوه ورځنی آنلاین کورس ترسره شو

nimu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵۳
1234

زرنج، ۱۹ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق/ ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له خوا د «روش‌های نوین تدریس» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی آنلاین کورس دایر شو. یاد کورس د یاد پوهنځي د الکترونیکي زده کړو کمېټې له لوري د څېړنې کمېټې په همکارۍ تنظیم او ترسره شو.

د دې روزنیز کورس موخه د استادانو د تدریسي مهارتونو لوړول، د تدریس نوې طریقې معرفي کول او د زده‌کړې او تدریس په بهیر کې د عصري میتودونو کارول وو، تر څو د تدریس کیفیت ښه او اغېزمن شي.

په یاد کورس کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو فعال ګډون وکړ او د تدریس اړوند بېلابېل موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول. د کورس تدریس او وړاندې کول د پوهنځي دوو تنو استادانو پوهنیار جلیل محمدي او پوهنیار صبغت الله رحیمي له لوري ترسره شو. نوموړو استادانو د تدريس د نويو میتودونو، محصل محوره تدریس، د ټکنالوژۍ کارونې او د اغېزمن تدریس اصولو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ریاست ژمن دی چې د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره ورته علمي او روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه تنظیم او ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

مولوي عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړه

زرنج، ۱۹ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
مولوی عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د خپل هیأت سره یو ځای، چې مفتی بسم‌الله بسّام، د نیمروز پوهنتون رئیس، هم ورسره و، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د ونو د کينولو کمپاین پيل شو.

! یو محصل، یو ونه
ګرانو محصلینو، د یوې ونې په کينولو سره د شنې او له ناروغیو پاکې چاپیریال په جوړولو کې مرسته وکړئ.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي کادر د غړو د دندو او مکلفیتونو د تنظیم او لارښوونې تشریح سمینار ترسره شو.

نیمروز، ۱۴ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۱۲ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د نیمروز پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځی د دې پوهنځی د علمي کادر د غړو لپاره یو سمینار د وظایفو او مکلفیتونو د تنظیم او تشریح په. . .

BACK TO NEWS