د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه

nimu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۳۲
6666

د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه

د نیمروز پوهنتون رئیس، مفتي بسم‌الله بسام، د خپل مل پلاوي سره یو ځای د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو د بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د نیمروز پوهنتون رئیس د ازموینو د ترسره کېدو څرنګوالی وڅېړه او د لوړو زده کړو محترم وزارت له خوا د ټاکل شویو اصولو او معیارونو پر رعایت یې ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د علمي کادر له غړو وغوښتل چې د کادري مکلفیتونو اړوند لارښوونې په دقت سره مطالعه کړي او په پلي کولو کې یې جدي هڅې وکړي.

هغه همدارنګه د تدریس او ارزونې په بهیر کې اړینو اصلاحاتو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ او دا یې د تحصیلي کیفیت په ښه والي کې اغېزمن وبلل.

د دې لیدنې په دوام کې، مفتي بسم‌الله بسام د بارک خصوصي پوهنتون کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او د هغه له اوسني وضعیت څخه یې خوښي څرګنده کړه.

پنج‌شنبه
۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه

د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه

د نیمروز پوهنتون رئیس، مفتي بسم‌الله بسام، د خپل مل پلاوي سره یو ځای د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو د بهیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار ترسره شو

زرنج، ۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار د نیمروز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال له لوري د دې تحصیلي بنسټ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۵
Background image

د نیمروز پوهنتون کې د پروپوزل لیکنې سمینار ترسره شو

زرنج، ۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د علمي کادر د غړو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د «د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره د پروپوزل د چمتو کولو او. . .

BACK TO NEWS