د اداري فساد سره مبارزه او په اسلام کې د هغه د مخنیوي لارې چارې تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
دغه علمي پروګرام د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړي، مولوي سعدالله مجددي، د اداري فساد د رامنځته کېدو لاملونو او زمینهوو، په اسلامي نظام کې د اداري فساد د ځینو زیانونو پېژندنې، او د اداري فساد د مخنیوي او ورسره د مبارزې په اړه د اسلامي او اداري لارو چارو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په اسلامي نظام کې یو له مهمو اصولو څخه د مسئولیتونو سپارل وړ او اهل اشخاصو ته دي؛ ځکه د وړتیا پر بنسټ د دندو سپارل د روڼتیا، اداري عدالت او د اداري فساد د مخنیوي په تأمین کې بنسټیز رول لري.
د سیمینار په پای کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د اسلامي اصولو پر مراعت، د امانتدارۍ، مسئولیتپالنې او کاري ژمنتیا د روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وشو، او پروګرام د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
چهارشنبه
۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
