د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

nimu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
999

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.

په دغه سیمینار کې په اکادمیک چاپېریال کې د اخلاقي او انضباطي اصولو او معیارونو د رعایت پر اهمیت، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو پر مسئولیتونو او د سالم اکادمیک چاپېریال په رامنځته کولو کې د هغوی پر رول اړوند معلومات وړاندې شول.

د نیمروز پوهنتون د کیفیت لوړونې او علمي اعتبار ورکونې آمر، مولوي عبدالجلیل راشد، د سیمینار د وړاندې کوونکي په توګه، د اخلاقي چلند له پالیسۍ سره اړوند بېلابېل موضوعات تشریح کړل. نوموړي د وړاندې کولو پر مهال د علمي او اداري کارکوونکو د اخلاقي پالیسۍ، د محصلانو د اخلاقي او انضباطي پالیسۍ، د نیمروز پوهنتون او رهبرۍ پلاوي د ژمنو او همدارنګه د پالیسۍ د اجرایي او څارنیزې کړنلارې په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.

په دغه سیمینار کې ټینګار وشو چې د علمي کادر غړو، اداري کارکوونکو او محصلانو له لوري د اخلاقي، انضباطي او مسلکي اصولو رعایت د اکادمیک چاپېریال په ښه والي، د خدمتونو د کیفیت په لوړولو او د پوهنتون د موخو په تحقق کې مهم رول لري.

د یادونې وړ ده چې د دا ډول اصلاحي او پوهاوي پروګرامونو ترسره کول، کارکوونکو ته د هغوی د مسئولیتونو، د چلند د اصولو او د اکادمیک چاپېریال اړوندو مقرراتو په اړه د لا زیاتې بلدتیا زمینه برابروي.

سه‌شنبه
۰۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ ربیع‌الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

#د_خپرونو_او_عامه_اړیکو_عمومي_مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ پیل شوه

د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په. . .

BACK TO NEWS