د نیمروز پوهنتون د برېښنا سیستم پروژه د شاوخوا ۵ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نیمروز پوهنتون د برېښنا سیستم پروژه د شاوخوا ۵ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې پروژه کې د ۱۰۰۰ کیلوواټه ظرفیت لرونکی برېښنا ټرانسفارمر نصب شوی، چې د برېښنا د لېږد بېلابېل کېبلونه، د ټرانسفارمر نصب او ځینې نور اړین تجهیزات پکې شامل دي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره، د نیمروز پوهنتون د برېښنا اړوند ستونزې تر ډېره حل شوې او دا به محصلانو او استادانو ته د لا ښه تحصیلي چاپېریال په رامنځته کولو کې اغېزناک تمام شي.
نېټه: دو شنبه
۶ محرم الحرام، ۱۴۴۸ هـ.ق
۱ سرطان، ۱۴۰۵ هـ. ش
